د ټائمز هائر اېجوکېشن په ګلوبل رېنکنګ كښې نمل 601-800 رېنکنګ او ګرد هېواد كښې 14م پوزيشن حاصل كړو

image

اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لېنګوئجز (نمل) د ټائمز هائر اېجوکېشن په ګلوبل رېنکنګ كال 2022 كښې په 601-800 پوزيشن حاصل كړې دې٬ تفصيلاتو له مخې نمل په ګرد هېواد كښې 14م پوزيشن او په معياري تعليم كښې ټول پاكستان كښې څلورم پوزيشن حاصل كرې دې۔ د يادونې وړ ده چې ټائمز هائر اېجوکېشن امپېکټ رېنکنګ ھغه يوازنې ګلوبل رېنکنګ دے كوم چې د ټولو پوهنتونونو د سسټېن اېبل ډويلپمنټ ګولز په بنياد د سماجي حېثيت په بنياد رېنكنګ كوي، نمل په وړومبي ځل په دې رېنكنګ كښې برخه اخستې او د ډاډ وړ نتيجې ئې ترلاسه كړې٬ د نمل رېکټر مېجر جنرال (ر) محمد جعفر په دې اهم سنګ ميل ترلاسه كولو د نمل تولې ډلې له مباركي كړې او په خاص توګه د پرو رېكټر ريسرچ ډاکټر زبېر اقبال او د پرو رئکټر اکېډمك پروفېسر ډاکټر سفير اعوان او د دوي ډلو بشپړه محنت ته ئې پېزوئنې وړاندې كړې دي۔ د نمل رېکټر ووئيل چې دا اوس پېل دې نمل به په سباٶن كښې په نړيوال او ځائي رېنكنګ كښې لا بهترۍ لپاره بشپړه هڅې كوي

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں