جده 30 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف او د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز ترمېنځه د جمعې په ورځ د شپې ملاقات شوچ چې پكښې د دواړو هېوادونو په اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وزيراعظم شهباز شريف هركلي لپاره بهر راوتے٬ په دې موقع د وزيراعظم شهباز شريف ته ګارډ آف آنر هم وړاندې كړے شو او د سعودي د وسله والو ځواكونو يو چټك ډلې وزيراعظم ته سلامي وكړه۔ د دې نه پس د سعودي ولي عهد خپل پلاوې وزيراعظم سره معرفي كړو او وزيراعظم د خپلې كابينې غړې ولي عهد سره معرفي كړل۔ د دې نه پس د دواړو مشرانو ترمېنځه ملاقات وشو چې پكښې د دواړو هېوادونو پلاوي هم شريك وو۔ د يادونې وړ ده د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په بلنه وزيراعظم محمد شهباز شريف د اعلٰې كچ پلاوي سره د سعودي عرب په سركاري دوره دے