وزير اعظم عمران خان سره د خپل پلاوي په 4 ورځنۍ دوره چين ته روان شو

image

اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) وزیرِ اعظم عمران خان سره د خپل پلاوي په 4 ورځنۍ دوره چين ته روان شوې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې د وزيراعظم په پلاوي كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ٬ د خزانې وزير شوكت فياض ترين ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬ د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف ٬ د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد او د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ خاص مرستيال خالد منصور شامل دے۔ وزیرِ اعظم به په چين كښې د ونټر اولمپكس پرانستې دستوره كښې ګډون كوي۔ وزیرِ اعظم به د چين صدر شی جن پنګ او چینائي پرېمئیر لی کی چیانګ سره مهم ملاقاتونه كوي ٬ دې سره سره هغه به په سرمايه كارۍ كښې د خوښي لرونكو چينائي سرمايه كارو پلاويو سره هم ملاقات كوي۔

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں