د لائن آف کنټرول دواړه ارخو او د پاکستان پشمول په ټوله نړۍ كښې به د خالي په ورځ د كشمير يووالي ورځ لمانځلې شي

image

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د لائن آف کنټرول دواړو اړخو او د پاکستان پشمول ټوله نړۍ كښې به د خالي په ورځ د كشمير يووالي ورځ لمانځلې شي۔د هر كال په شان سږ كال هم په 5 فروري د دې ورځ لمانځلو مقصد کشميريانو له باور وركول دي چې د پاکستان حکومت او اولس د هند د تسلط په ضد هلې ځلې كوونكو کشميريانو سره ولاړ دي او د هغوې دا سياسي‘سفارتي او اخلاقي مرسته به روانه ساتلې شي۔ پاکستان د کشميريانو د خپلواكۍ حق عمر له بشپره مرسته کړې، پاکستان دا اصولي موقف لري چې د كشمير مسئله بايد د کشميريانو د خواهشاتو له مخې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د قراردادونو له مخې حل كړې شي، پاکستان د کشميريانو د خپلواكۍ حق په هر نړيوال فورم وکالت کړے دغسې هند په کشمير جبري تسلط لري ۔ 5 فروري د كشمير يووالي ورځ به په روايتي جوش او جذبې سره لمانځلې شي دغسې د کشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره به په ټول هېواد كښې لاريونونه كولې شي۔ پاکستان او آزاد کشمير كښې دا ورځ په سركاري كچه په 1990 كښې لمانځل پيل شوې ؤه ٬ دې نه پس هر كال ټول پاکستانيان د کشميريانو د آزادۍ هلو ځلو مرستې او هغوې سره د يووالي لپاره دا ورځ لمانځي۔
دا خبره يو حقيقت دے چې پاکستان او کشمير د يو بل لپاره لازم او ملزوم دي ،کشمير نه غير د پاکستان جغرافيائي پولې غير محفوظ او نامکمل دي ۔ د پاکستان مؤسس قائد اعظم محمد علي جناحؒ کشمير د پاکستان شه رګ ګرځولے ؤ۔ قائداعظم په يوه بله موقع وئيلي وؤ کشمير د پاکستان شه رګ دے او كوم هم خوددار هېواد او قام دا نه شي زغملے چې خپل شه رګ دښمن له وركړي۔کشميريان د 1947ء څخه بالعموم او 1988ء راهسې بالخصوص د آزادۍ هلو ځلو لپاره قربانۍ وركوي۔ د هند سامراج په ضد د کشميريانو د آزادۍ هلې ځلې په اصل كښې تحريك د تکميل پاکستان دے، کشميريانو د هند تسلط څخه آزادۍ لپاره ګڼې قربانۍ وركړي۔هند څخه د آزادۍ ترلاسه كولو لپاره کشميريان د ډېرې مودې راهسې هلې ځلې كوي۔ مقبوضه کشمير كښې د هند عسكر په ګڼ شمير كښې تعينات دي او د تور قانون نفاذ سره مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو خلاف ورزي كوي۔
د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل منظور کړو قراردادونو له مخې کشمير يو حل كونكې مسئله ده، د هند واكمند کشمير د متنازعه سيمې منلو څخه انکاري دې۔ هند د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو او د هغوې د حريت جذبې ته د پوځي قوت د لارې زيان رسول غواړې، هند كښې په اقتدار كښې د هندو انتها خوښې بھارتيه جنتا پارټي حکومت د سيمې امن ته زيان رسول غواړي۔هند په اګست 1947ء كښې د برصغير وېش نه پس په 27 اکتوبر 1947ء په کشمير پوځ کشي کړې او د رياست په زياتو برخو ئې قبضه كړې٬ دې نه پس د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په 13 اګست 1948ءاو 5 جنوري 1949ء خپلو قراردادونو كښې د کشميريانو سره لوظ كړے ؤ چې هغوې له به د رايو شميرې موقع وركولې شي۔دغسې د مسلمانانو غالب اکثريت او جغرافيائي محل وقوع ترمخه په 1947ء كښې د کشمير پاکستان سره الحاق فطري خبره وه خو د کشمير مسلمانانو رائے مسترد کولو نه پس ډوګره حکمران مهاراجه هري سنګھ د يو پټ ګټھ جوړ د لارې هند سره د الحاق ډرامه وكړه۔
د كشمير شخړې حل كولو نه غير سيمه كښې كوټلے امن نه شي راتللے،نړيواله ورورولي دې مقبوضه کشمير كښې د کشميريانو نسل کشي او د آبادۍ تناسب بدلولو هڅې مخنيوې وكړې۔ د مقبوضه کشمير اولس د تيرو 73 كلونو راهسې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره پرله پسې قربانۍ وركوي،د كشمير شخړه د برصغير د وېش نامکمله ايجنډا ده، د هند د 5 اګست 2019 يو اړخيزه او غير قانوني اقدام څخه د 5 فروري ورځ اهميت نور هم زيات شوے ،اوس هند په نړۍ كښې د ظالم او جابر سامراجي رياست په توګه پيژندلے كېږي۔
د دوه قامي نظريئې په بنياد د متحده هندوستان ټولو رياستونو او نورو سيمو له دا اختيار وركړے شوے ؤ چې هند يا پاکستان سره د الحاق پريكړه وكړي ، کشمير كښې د مسلمانانو غالب اکثريت او جغرافيائي محل وقوع ترمخه پاکستان سره الحاق يو قدرتي امر ؤ خو داسې ونه كړے شو او هند د کشمير يوه لويه برخه ځان سره وتړله۔
د كشمير مسئله د هند او پاکستان ترمينځه دوه اړخيزه مسئلو ، تاؤ ترېښوالې، ټکراؤ او د بداعتمادۍ مهمه او بنيادي وجه ده،د دې حل كولو نه غير د دواړه هېوادونو ترمينځه د تيرو 7 لسيزو راهسې د رامخې ته شوو اختلافاتو خاتمه ممکن نه ده،تر څو چې د كشمير شخړه نه وي حل شوې تر هغې سيمه كښې امن نه شي راتللے۔
هند كښې دا مهال د نريندر مودي په مشرۍ كښې د بھارتيه جنتا پارټي فرقه پرست او پاکستان دښمنه حکومت دے كوم چې په 5 اګست 2019ء مقبوضه کشمير له خصوصي امتيازي حيثيت وركونكے د آئين آرټيکل370 او 35 اے ختم کړے ، د دې پريكړې څخه وړاندې او بيا دې نه پس مقبوضه سيمه كښې د ظلمونو يو نه ختميدونكې سلسله پيل كولو سره د حريت کانفرنس قيادت او ګڼ شمير بې ګناه ځوانان زندانونو كښې په غير قانوني توګه نظربند کړے شوي ۔
د 5 اګست 2019ء غير آئيني اقدام نه پس د هند حکومت د هندوانو په سرکاري سرپرستۍ كښې به مقبوضه کشمير كښې ژوند كول پيل كړې،هغوې له اوس په مقبوضه کشمير كښې شهري حقونه وركړے كېږي، د هغوې د غندنې وړ اقداماتو مقصد د کشمير مسلم شناخت ختمول او آبادۍ كښې د مسلمانانو تناسب کمول دي۔ كشميريان د هند د رياستي ترهه ګرۍ باوجود د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كولو د هلو ځلو عزم لري۔(

مضمون کا ماخذ : ایڈونچر کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں