د چين سرکاري او نجي کمپنۍ به په ګوادر كښې د 3.5 بليونه ډالرود ري پروسيسنګ پارك او لاهور سره نزدې د 350 مېليونه ډالرو ټېكسټائل كلسټر جوړوي۔ سي پېك لپاره د خاص مرستيال خالد منصور ميډيا ته بريفنګ

image

بيجنګ 04 فروري (اے پي پي) سي پېك لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال خالد منصور وئيلي دي د چين سرکاري او نجي کمپنۍ به په ګوادر كښې د 3.5 بليونه ډالرود ري پروسيسنګ پارك او لاهور سره نزدې د 350 مېليونه ډالرو ټېكسټائل كلسټر جوړوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د چين دورې په مهال ميډيا ته د بريفنګ په مهال كړې۔ ده ووئيل د چين د دريو كمپنو کنسورشيم دھات او کاغذ جوړولو ته رضا شوي٬ په ګوادر كښې به په دوه دريو كالو كښې پروسيسنګ پارك جوړولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم نېشنل ډويلپمنټ اينډ ريفارم کميشن (اېن ډي آر سي) عملې سره واضح رابطه كړې چا چې رفتار او معيار په ځائ ساتلو سره د سي پېك په دوېم پړاٶ كاميابۍ لپاره د مرستې او عزم باور وركړې۔ ده ووئيل وزيراعظم ته د چين كمپنو باور وركړے چې په لسو بېلا بېلو څانګو كښې به مشتركه وركنګ ګروپ د مصنوبو بشپړولو لپاره تكينكي او مالي مرسته كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم سره په ملاقات كښې د چين درې لويو زرعي فرمونو نمائنګانو د چين په طرز جديد تحقيقي لېب او پاكستان كښې پېداوار او د تخم معيار ښه كولو لپاره يو نمائشي پلاټ جوړول غواري۔ د دې نه علاوه د چين د سرې جوړولو کمپنۍ د جوارو او سويابين په برآمد آډانه د نمو نه علاوه د پيو او د ډېري د نورو مصنوعاتو برآمد زياتولو لپاره په ډيري سيکټر كښې خوښي لرونكې كمپنۍ هم سرمايه كاري كول غواري۔ ده ووئيل د چين يو بل ټېكسټائل فرم كوم چې د اعليٰ برآمدي معيار ملبوسات لپاره مشهور دﺀ هم د 350 مېليونه ډالرو سرمايه كاري په لاهور او قصور سړك په سل اېكړا زمكه د ټېكسټائل كلسټر جورولو منصوبه لري٬ دې منصوبه كښې به 20 زره ملازمتونه راپېدا شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د وزيراعظم دورې نه پس به پاکستان كښې د 500 بېلا بېلو څانګو او كمپنو څڅه سرمايه كاري راشي ۔ ده ووئيل د وزيراعظم د چين نوموړو صنعت كارو سره ملاقاتونه شوې او د دې مثبت اثرات به په راتلونكو كښې رامخې ته شي۔ ده ووئيل چين د سي پېك د دوېم پړاٶ منصوبو كښې د مرستې باوري راكړے

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں