د هند غېر قانوني اقدامات سره به د كشميري اولس د آزادۍ تحريك كمزورے نه ٬ لا قوي شي٬ د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د آزاد كشمير وزيراعظم او د قانون سازې اسمبلۍ سپيكر سره ملاقات كښې خبرې

image

مظفر آباد۔14دسمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د هند غېر قانوني اقدامات سره به د كشميري اولس د آزادۍ تحريك كمزورے نه بلكې لا مضبوط شي٬ د پاكستاني اولس زړونه د خپلو كشميريانو وروڼو خوېندو سره يو برابر درزيږي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه نګران وزيراعظم د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق او د قانون سازې اسمبلۍ سپيكر چوهدري لطيف اكبر سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه كومو چې وزيراعظم سره د زيارت په ورځ د قانون سازې اسمبلۍ سپيكر په چېمبر كښی ملاقات وكړو۔ د آزاد کشمیر وزيراعظم آزاد كشمير ته په تللو نګران وزيراعظم انوار الحق ته هركلے اووې۔ د آزاد كشمير وزيراعظم او د قانون سازې اسمبلۍ سپيكر د هندي سپريم كورټ پرېكړې څخه وروستو كشميري اولس سره د تړون په څرګندونه د وزيراعظم انوار الحق كاكړ مننه وكړه۔ په دې موقع نګران وزيراعظم په خپلو خبرو كښې ووئيل د پاكستاني اولس زړونه خپلو كشميري وروڼو خوېندو سره درزيږي۔ ده ووئيل د هند غېر قانوني اقدامات سره به د كشميري اولس د آزادۍ تحريك كمزورے نه بلكې لا قوي شي۔

مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں