د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ منصوبه د دواړو هېوادونو د اولس ترمېنځه د قوي خپلولۍ علامت دے۔سنيټر شبلي فراز

image

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز وئيلي دي چې چين پاکستان اقتصادي راهداري منصوبه پخواني حكومت ذاتي منصوبه جوړه كړې وه٬ يو داسې اداره نشته چې دوي تباه كړې نه وي، هېواد ئې قرضدارې كړې٬ د سي پېك منصوبې زيات دښمنان دي٬ بايد مخالفه ډله د دوي په لاسو ونه لوبېږي٬ سي پېك به د چين او پاكستان د اولس د مينې نمونه جوړېږي٬ د سي پېك اتهارټۍ بل نن په قامي اسمبلۍ كښې وړاندې كېدونكې دې٬ د سي پېك اتهارټۍ په اړه د پام راګرځونې نوټس تحريك په بدنيتۍ آډانه دې، د دې ډول اقداماتو څخه دوستانو له غلط پېغام ورځي او دښمنان پرې خوشحالېږي، مخالفه ډله رښتياٶ اورېدو حوصله نه لري٬ هر ډول سازش سي پېك منصوبه ډي رېل كولې نشي۔ د زيارت په ورځ سېنېټ كښې د سناتور رضا رباني د سي پېل اتھارټۍ آرډيننس په اړه د پام راګرځونې د نوټس په ځواب وفاقي وزير ووئيل سي پېك داسې منصوبه ده چې د كوم سياسي ګوند منصوبه نه ده دا د چين او پاكستان د حكومتونو او اولس منصوبه ده، دا غېر سياسي جوړول او د دې اهميت رامخې ته كول او په دې كار مخ په وړاندې بوتللو لپاره مونږ سي پېك اتهارټي جوړه كړې او د آرډيننس د لارې مو عملي كړې، د بده مرغه هېواد كښې د قامي مفادو هر كار وي مخالفه ډله پكښې خنډان راولاړوي اوپه دې اعتراضونه كوي٬ ده ووئيل په قائمه كمېټو كښې منظور شوې پرېكړې ئې هم خپل رد كړې، مخالفه ډله د رښتياٶ اورېدو حوصله پكار ده نه لري خو دوي رښتيا نشي اورېدې، په سي پېك په بشپړه توګه كار روان دې او دا د پاكستان او چين د اولس ترمېنځه د قوي خپلولۍ علامت دے۔ ده ووئيل مونږ د چين اولس او حكومت له باور وركول غواړو په سي پېك په بشپړه توګه كار روان دې ٬ پېشرفت بند نه دې نوې عزم سره به دا منصوبه مخ په وړاندې بوځو، پخوامني حكومت دا ذاتي منصوبه جوړه كړې وه ٫ مونږ غواړو دا غېر سياسي كړې شي٬ مونږ ھغه ادارې قوي كړې كومې چې هغوي تباه كړې وې او هېواد ئې قرضدارې كړې۔ ده ووئيل د پام راګرځونې د نوټس په ځواب د اړوند وزير لخوا د ځواب وركولو نه پس سوال ځواب نشي كېدې

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں