اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د پاکستان او ایران د خارجه وزيرانو ترمېنځه د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د پلاويو په كچه خبرې اترې شوي ٬ د پاكستاني پلاوي مشري خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي او د ايران د پلاوي مشري خارجه وزير ډاکټر جواد ظریف كوله۔ په دې خبرو كښې په ګڼ اړخيزه توګه د دوه اړخيزه مرستې ترلاسه موقعو او د دواړو هېوادونو د روابطو زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د دې نه وروستو ميډيا سره په خبرو كښې شاہ محمود قرېشي ووئيل دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو لپاره د شريكو رابطو زياتولو پرېكړشوې ۔ خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل زما د ايران هم منصب جواد ظریف د پاكستان څلورمې دورې سره به شريكې اړېك لوړې كچې ته رسولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل دوه اړخيزه تجارت٬ سيمه ايز صورتحال او په افعانستان كښې د امن پشمول په يو شمېر موضوعاتو د خارجه وزير جواد ظريف سره خبرې شوي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل پاکستان او ایران په افغانستان كښې امن لپاره يو ډول دريځ لري ځكه چې دواړه هېوادونه په افغانستان كښې امن غواړي۔ ده ووئيل مونږ ګاٶنډي هېواد كښې د پوخ امن شريك مقصد ترلاسه كولو لپاره هڅې د لا ګړندۍ كولو پرېكړه كړې ۔خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د كشمير په مسئله د پاكستان په بشپړه ملاتړ كولو د ايران قيادت مننه وكړه ۔ ده ووئيل ايران او د ايران قيادت په مسئله كشمير د پاكستان ملګرتيا كوي او د پاكستانيانو په زړونو ګټلو د ايران د خارجه وزير مونږ مننه كوٶ۔