د پي آئي اے خصوصي الوتكه 26 ټنه سامان وړولو سره دمشق ته ورسېده۔ د پي آئي اے وياند

image

اسلام آباد۔1نومبر (اے پی پی) د قومی ایئر لائن (پی آئی اے ) خصوصی الوتكه 26 ټنه سامان وړولو سره دمشق ته ورسېده۔ د پاكستان حكومت لخوا د سوريه وروڼو خوېندو لپاره د سامان دا اولنۍ ډالۍ ده په كومه كښې چې طبي آلات او د ذاتي حفاظت سامان (پی پی ایز) شامل دے۔ د قومی ایئر لائن وياند عبد الله لخوا د اتوار په ورځ جاري كړې شوې اعلاميه كښې وئيلي شوي چې د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی لخوا وركړې شوې دا سامان د پي آئي اے خصوصي الوتكې 777 د لارې سوريه ته ورسولې شو۔ په دمشق ايئرپورټ د پاكستاني سفارت عملې د مرستې دا سامان ترلاسه كړو او سوروي چارواكو ته ئې وسپارلو۔

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں