اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ د جمعيت علماءِ اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د استوګنې دوره كولو سره د باجوړ په خار سيمه كښې د جمعيت علماء اسلام په ورکرز کنونشن كښې په ځانمرګي بريد د غم دړد او غمرازۍ څرګندونه كړې۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع د سندھ ګورنر کامران خان ټېسوري هم وزيراعظم سره ٶ۔ وزيراعظم ووئيل چې ترهګر د پاكستاني قام حوصلے ماتولې نشي٬ په هېواد كښې د ترهګرۍ مخنيوي او امن او امان لپاره به په ترجيحي بنيادونو اقدامات باوري كولې شي۔ په دې موقع انوار الحق كاكړ د حق رسېدلو بخښنې لپاره فاتحه خواني كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ په دې موقع مولانا فضل الرحمٰن انوار الحق کاکړ له د وزيراعظم په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركولو سره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه