اسلام آباد۔16جون(اے پی پی) سېنېټ انتخابي اېكټ بدلون بل 2023 منظور كړې۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د قانون او انصاف وزير مملكت سېنېټر شهادت اعوان انتخابي اېكټ 2017 كښې بدلون بل انتخابي ايكټ ترميمي بل 2023 وړاندې كولو لپاره تحريك وړاندې كړو٬د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئيل وړاندې د ټاكنو نېټه ټاكلو لپاره اختيار الېكشن كمېشن سره وو٬د 1977 مارشل نه پس د آرډيننس د لارې د ټاكنو نېټې وركولو اختيار صدر له وركړې شوې٬الېكشن كمېشن په دې كښې د بدلون تجويز كړې و٬د دې نه پس انتخابي ايكټ كښې بدلون لپاره شريكه پارليماني كمېټي جوړه كړی شوې وه او دا د هغې د سفارشاتو په تناظر كښې وړاندې كېږي٬د ټاكنو نېټې اختيار د الېكشن كمېشن دې۔ د قانون سازۍ اختيار د پارليمان دې۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې د مخالفې ډلې مشر شهزاد وسيم ووئيل د آئيني ترميم د لارې بدلون كېدې شي٬سېنېټر دلاور خان په بل كښې ترميم وړاندې كړو بايد د نااهلۍ موده تر پنځه كاله وي٬د قانون وزير اعظم نذير تارړ د دې بدلون حمايت وكړو٬په دې د سېنېټ چيئرمېن د ايوان څخه رائے واخستلې٬ايوان د ترميم منظوري وركړه٬د دې نه پس د سېنېټ چيئرمېن بل شق وار منظورۍ لپاره ايوان ته وړاندې كړو د كوم چې ايوان منظوري وركړه