لاهور 13 جون (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې انتخابات كول د اليکشن کميشن ذمه داري ده، چې اعمال سم وي نو څوك د سياست نه مائنس كېدې نشي٬ د سوال پارټي داسې دانه وانه كېږي لكه څنګه چې تحريك انصاف دانه وانه شوې، مسلم ليګ (ن) په سياسي انتقام باور نه لري٬ د نواز شريف په مشرۍ كښې د اليکشن تيارۍ كوٶ، د سېلاب باوجود د غنمو ښه پېداوار شوې٬ ميډيا وركرز ته هېلت انشورنس وركولې كېږي، دوه اوونيو كښې به مېكانزم جوړولو سره دا باوري كوٶ۔ د نهې په ورځ لاهور پرېس كلب كښې ميټ دي پرېس پروګرام ته خپلې وېنا كښې دې ووئيل په تېر دور كښې چې په صحافت كوم قدغن لګولې شوې٬ په خبريالانو تشدد شوې ھغه وخت هم خبريالانو سره وو۔ وفاقي وزيرې ووئيل د خبريالانو د سېفټي بل بنياد د نواز شريف په دور كښې اېښې شوې ٶ٬ په بل كښې لائف انشورنس، د ترهګرۍ يا حادثاتي معاملے به هم په دې كښې شاملولې شي۔ دې ووئيل حكومت په وړومبي ځل پېمرا كښې حکومتي بزنس خبريالانو ته تنخا وركولو سره تړلے دے او آئي ټي اېن اي لس كروړه ريكوري كولو سره كومو خبريالانو ته چې تنخاګانې نه وې وركړې شوې دوي ته ئې تنخاګانې وركولو سره يو تاريخي كار كړېدے۔ دې ووئيل كله چې په مونږ د پارلمان دروازې بندې وي نو د نېشنل پرېس كلب دروازې بېرته وې۔ ده ووئيل كه د لاهور پرېس كلب وي يا د اسلام آباد نېشنل پرېس كلب وي د دې دروازے زمونږ لپاره بېرته وي۔ دې ووئيل د ميډيا ورکرز لږ نه لږ تنخا 35 زره كول د دوي حق دے۔ دې ووئيل د سندھ سمندر غاړې سيمه د سمندي طوفان نه بچ كولو لپاره منصوبه بندي كوٶ۔ دې ووئيل بجټ كښې ځوانانو لپاره مراعات اېښې شوې دي٬ نوې كول دې څخه مستفيد كېدې شي۔ دې ووئيل حکومت د پټرول او غنمو بېعه ټېټول غواړي دغسې چې د دې نېغه په نېغه ګټه اولس ته ترلاسه شي۔ دې ووئيل موجوده بجټ معيشت او د روزګار وژن له مخې تيار كړې شوې دې۔ وفاقي وزيرې ووئيل الېكشن كمېشن به د اسمبلۍ آئيني مودې ترسره كېدو نه پس د ټاكنو نيټه وركوي، مسلم ليګ (ن) خپل الېكشن كمپائن شروع كړے دے ، شجاع آباد، وهاړي او لاهور كښې مريم نواز جلسے كوي۔ دې ووئيل اولس د كركې او اړي ګړي سياست نه پوزې له راغلي وو٬ اوس به اولس د ووټ د لارې د خپلو نمائندګانو انتخاب كوي۔ مريم اورنګزېب ووئيل په كال 2018 كښې د سازش د لارې يو نااهل، غل، نالائق او كرپټ شخصيت د وزيراعظم په چوكۍ مسلط كړې شوې چا چې اپوزيشن دېوال سره لګولې او دوي ئې د تورو تنبو شا ته كولو سره سياسي انتقام پېل كړې ٶ۔ وفاقي وزېرې ووئيل مسلم ليګ (ن) په سياسي انتقام باوري نه لري۔ دې ووئيل د مئي په 9مه نيټه پېښو كښې چې څه شوي په ھغې عمران خان ته “ګډ ټو سي يو” ووئيل شول۔ دې ووئيل څوك چې په اولس كښې ناسته كوي ھغوي ته څوك ماتې نشي وركولې٬ د سوال پارټي داسې دانه وانه كېږي لكه څنګه چې تحريك انصاف دانه وانه شوې۔ دې ووئيل ن ليګ د نواز شريف په مشرۍ كښې د الېكشن تيارۍ كوي او د الېكشن مېنډېټ به اخلو٬ دا مهال پاكستان ته د نواز شريف غوندې د ليډر ضرورت دے٬ د ټيريان پاپا له به د خپل اقتدار ځواب وركول وي ځكه چې څوك د قانون نه استثني نه لري۔ دې ووئيل د مئي د نهمې نيټې پېښو كښې ككړ شرخوښو سره به هېڅ قسم رعايت نه كېږي۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي سېكتر سهېل علي خان او نور هم موجود وو