عمران خان خپل تكبر ځائې ته ورسولو، د مخالفي ډلي مشر په حيث شهباز شریف د چارټر آف ډیموكریسی وړانديز كړې ؤ،بلاول وئيلي ؤ چې عمران خان قدم راواخله مونږ درسره يو خو هغه د تكبر څرګندونه كړي،اوس وائي څوك هم زما خبره نه اوري۔رانا ثناالله خان

image

فیصل آباد 17 جون (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقی وزیر رانا ثناالله خان وئيلي دي چېعمران خان خپل تكبر ځائې ته ورسولو، د مخالفي ډلي مشر په حيث شهباز شریف د چارټر آف ډیموكریسی وړانديز كړې ؤ،بلاول وئيلي ؤ چې عمران خان قدم راواخله مونږ درسره يو خو هغه د تكبر څرګندونه كړي،اوس وائي څوك هم زما خبره نه اوري٬ هغه به په هره خبره وئيلي چې زه چا له ههم این آر او نه وركوم خو اوس وائي څوك زما خبره نه اوري لهٰذا مونږ وايو كله چې وخت ؤ هغه وخت ئې زمونږ خبره نه ده اوريدلي، زمونږ په ضد ئې د انتقامی كارروائیو كښې كمې نه ؤ كړې،زمونږ په ضد ئې ګڼ شمير د دروغو مقدمي جوړي كړي او مقدمي هم داسې وي كومو كښې چې د مرګ سزا هم كيدلې شوه، هغه د زوي څخه په تنخا نه اخستلو د خپلو مشرانو سره په ګډه د هېواد تر ټولو لوئ ګوند درې واري وزیراعظم پاتي كيدونكې قائد نواز شریف نااهل كړې ؤ چا چې د هېواد څخه لوډشيډنګ ختم كړې، د ترهه ګرو څخه ئې خاوره پاكه كړي ، موټرویز، ایكسپریس ویز ئې جوړ ګړي ، میټرو بسز، اورنج لائن په شان منصوبې ئې جوړي كړي ، ځائې په ځائې روغتونونه ، پوهنتونو نیټ ورك ئې جوړ كړي،د برېښنا كارخانے ئې لګولې خو دغه فتنے د كركي سیاست ته وده وركولو سره هېواد او قام ته لوئ زيان رسولې د كوم چې په كلونو كښې آزاله ممكن نه ده او كله چې هغه د خپل عمل سزا سره مخ كېږي نو نو ژاړي چې زما سره خبري اتري وكړئ او پخپله كمېټي جوړوي چې پكښې هغه كسان شامل كړې شوي كوم چې يو يو كيدو سره ټول پرواز كوي، دا مكافات عمل دې چې څه كوي هغشي به كېږي۔ده د خالي په ورځ پاكستان یارن مرجنټس ایسوسی ایشن دستوري ته د خاص ميلمه په حيث وينا كوله چې پكښې د پاكستان یارن مرچنټس ایسوسی ایشن ګچھا ګروپ چیئر مېن چوهدری جاوید اصغر ګچھا، وائس چیئر مین شیخ اویس ناصر،ګروپ لیډر شاهد ذیشان ګچھا،نور عهدیدار حاجی عبدالجبار،معظم علی شیخ،حاجی محمد بوټا،شیخ محمد یاسین،ملك محمد منور،شیخ مختار،سابق ایم این اے میاں عبدالمنان،سټی صدر مسلم لیګ(ن) شیخ اعجاز احمد ٬ پخوانې ایم پی اے،چیئرمېن فیسكو بورډ آف ډائریكټرزملك تحسین جاوید اعوان،نائب صدر فیصل آباد چیمبر آف كامرس اینډانډسټری محمد اسلم بھلی،امین بټ او نور غړي موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais
متعلقہ مضامین
مزید خبریں