اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) د ټاكنو كمېسون باور وركړې دې چې كمېشن ټولټانكې زر تر زره كولو لپاره هڅې كوي، كمېشن به دا خبره باوري كوي چې په ټاكنو كښې ټولو ګوندونو ته يو ډول موقع په لاس ورشي، د ټولټانكو سپېځلتيا به باوري كولې شي٬ سياسي ګوندونو سره د مشاورت دا عمل به بيا لپاره هم جاري وي۔ دا خبره د الېكشن كمېشن لخوا سياسي ګوندونو سره د زيارت په ورځ د انتخابي روډ مېپ پحقله په مشاورتي غونډه كښې شوې د كومې مشري چې چيف الېكشن كمشنر سکندر سلطان راجه كوله۔ د الېكشن كمېشن د غړو نه علاوه د الېكشن كمېشن سېكتر او نور لوړ پورو هم په غونډه كښې ګډون كړې۔ په غونډه كښې د پي ټي آئي نمائندګانو دوه بجے او د دې نه پس جمعيت علماء اسلام (ف) نمائندګان درې بجے رابللے شوي ٶ دغسې چې انتخابي لائحې لپاره د دوي تجويزونه واخستې شي۔ په غونډه كښې د تحريک انصاف لخوا ډاکټر بابر اعوان، بېرسټر علي ظفر، عمير نيازي او علي محمد خان د وېډيو لنك د لارې او جمعيت علماء اسلام (ف) لخوا مولانا عبد الغفور حېدري، جلال الدين، مولانا دروېش، کامران مرتضي د وېډيو لنك د لارې او د پلاوي نورو غړو ګډون كړې٬ مشاورتي غونډه په خوشګوار ماحول كښې شوې