لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي د نشه اي توكو مخ نيوي وزارت دوره

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی)لنډ مهاله داخله وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي د نشه اي توكو مخ نيوي وزارت دوره كړې او د وزارت افسران او سټاف سره ئي ملاقات كړې۔ د نشه اي توكو مخنيوي سېكتر لخوا د وزارت د مهمو چارو په اړه وفاقي وزير ته بريفنګ وركړی شو۔ لنډ مهاله وفاقي وزير وزارت ته رامخې ته شويو چېلنجونو مخنيوي لپاره د عزم څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې پاكستان څخه د نشه اي توكو خاتمې لپاره به په ګډه كار كوو۔ په دې موقع وفاقي وزير سرفراز بګټي د اېنټي ناركوټيكس فورس د امنيت اخستلو څخه معذرت وكړو۔ ده ووئيل چې د فورس بنيادي مقصد د نشه اي توكو مخنيوې دے٬ دا خواهش لرم چې فورس دې ټول پام دې مقصد پلو وګرځوي

مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں