اسلام آباد27جنوری(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي پاكستان د معاشي بحران څخه ويستلو لپاره د ايكسپورټ ايمرجنسي ضرورت دے٬د ايكسپورټ څانګې پرمختګ كښې زمونږ د معاشي مسئلو حل پروت دے٬د انډسټري مسئلو حل لپاره به كردار ادا كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د هېواد لويو ايكسپورټرز سره د ملاقات په مهال كړی۔وفاقي وزير ووئيل د ايكسپورټ څانګې په پرمختګ كښې زمونږ د معاشي مسئلو حل پروت دېےپاكستان د معاشي بحران څخه ويستلو لپاره د ايكسپورټ ايمرجنسي ضرورت دے۔ده ووئيل مونږ د ډالر په خرڅولو كښې پرمختګ كړے خو په ګټلو كښې پرمختګ ونه كړے شو٬د وژن 2010 او وژن 2025 د لارې د معاشي ډهانچې بدلولو هڅه شوی٬هر ځل سياسي عدم استحكام د پرمختګ پلان ختم كړے۔وفاقي وزير ووئيل د برآمدات او غېر ملكي سرمايه كارۍ ودې لپاره انډسټري سره ولاړ يو