اسلام آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وزير مملکت زرتاج ګل نړيوالو قوتونو څخه غوښتنه كړې چې په افغانستان كښې د خوراك كمي او د انساني بحران مخنيوي لپاره په بېړني بنيادونو اقدامات وكړي۔ د اتوار په ورځ پي ټي وي سره په مركه كښې دې ووئيل د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيراونو غېر معمولي غونډه نه يواځي منطقې بلكې د ټولې نړۍ اجتماعي ګټو لپاره د امن او راحت علامت دے۔ دې ووئيل پاکستان افغانانو ته د خوراك څښاك څيزونو٬ طبي سامان٬ كمبل او نور ضروري څيزونو كښې مرستې لپاره هر ډومل ممكنه هڅې كوي خو نور هېوادونو له هم په دې لړ كښې خپل كردار لوبول پكار دې۔ دې ووئيل د وخت ضرورت دے چې اسلامي نړۍ يو موټې شي اوپه دې سخت وخت كښې د افغانستان د خپلو اسلامي وروڼو ملګرتيا وكړي۔ دې ووئيل پاكستان د موثره رابطه كارۍ د لارې د اسلامي نړۍ ترمېنځه اتحاد لپاره خپل زبردست كردار لوبوي او روان او آئي سي کنفرنس د دې بهترين مثال دې۔ زرتاج ګل ووئيل د غېر معمولي غونډې مقصد په افغانستان كښې د انساني بحران او معاشي ستونزو مخنيوي لپاره د مرستې او وسائلو متحرك كولو ضرورت رامخې ته كړو۔ دې ووئيل نړۍ له د دې معاملې د حساسيت ادراك پكار دې او په دې لړ كښې كوټلې ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده