اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي)د غذائي تحفظ وفاقي وزير سيد فخر امام او نورو وئېلي دي 34 لكه بهرنيو كسانو ته په مقبوضه كشمير كښې ډوميسائل وركړے شوي ٬د مودي حكومت په كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلوي٬كشميريانو تر نن ورځې د هند تسلط نه دے تسليم كړے٬قائداعظم وئېلي وو پاكستان د كشمير نه بغېر نامكمل دے۔د جمعې په ورځ د فرينډ آف كشمير انټرنېشنل تر سيوري لاندې كشمير كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل نړيوالې مېډيا هم ليكلي چې كشمير يو متنازعه سيمه ده۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان 38 دقيقې په ملګرو ملتونو كښې خطاب كړے او د كشمير كيس يې په بشپړه ډول وړاندې كړے٬مونږ پاكستانيان چې چرته هم ځوو په كشمير خبره كوو۔ده ووئيل په منطقه كښې درې نيوكليئر پاور موجود دي٬هند او پاكستان دواړه نيوكليئر پاور دي۔سېنېټر دنيش كمار وئېلي دي تر څو چې كشمير آزاد نه وي د پاكستان آزادۍ نامكمله ده٬د فكر خبره ده چې كوم هم هېواد د شه رګ نه بغېر څنګه ژوندے وي ۔ده ووئيل كشميريانو د پاكستان سلامتيا لپاره قربانۍ وركوي٬د غېر مسلم په حېث او د بلوچستان په حېث زه تاسو له باور دركوم چې مونږ تاسو سره ولاړ يو چې كله هم كشمير ته زمونږ ضرورت وي مونږ غېر مسلم به د ټولو نه وړاندې يو۔ده ووئيل كشمير يوازې د مسلمانانو مسئله نه بلكه د انسانو مسئله ده٬زه كشميريانو وروڼو ته باور وركوم چې چرته هم كشمير ته ضرورت وي مونږ ټول اقليتي پارليمنټرين به ستاسو سره ولاړ يو۔كشمير كنفرنس كښې سېنېټر فرحت الله بابر٬د آزاد كشمير پخواني صدر سردار مسعود احمد او نورو سياسي او حريت لارښودو هم ګډون كولو۔