د هند ناظم الامور خارجه دفتر ته راوبللے شو ٬ د هندوتوا پلويانو لخوا د هند مسلمانانو نسل كشۍ لپاره د ښكاره غوښتنو سخته غندنه

image

اسلام آباد۔27دسمبر(اے پی پی)د هند ناظم الامور د ګل په ورځ خارجه دفتر ته راوغوښتلے شو او د هغه په وړاندې د هندوتوا پلويانو لخوا د هندي مسلمانانو نسل كشۍ لپاره د ښكاره غوښتنو سخته غندنه وكړې شوه او په دې اړه د پاكستان د سختو تحفظاتو څخه خبر كړے شو۔ د خارجه دفتر وياند له مخې دا سخت او كركه خپرونكې وېناګانې د روانې مياشتې 17 مې نه تر 20 مې نېټې په اتراكھنډ كښېد شوي “دھرم سنسد” په مهال شوي ۔ په هندي حكومت زور راوړولے شو چې دا د غندنې وړ ده چې د نسل كشۍ غوښته كوؤنكو هندو انتها خوښو په دې خبره نه د افسوس څرګندونه كرې او نه مودي حكومت تر دې دمه د هغوي په ضد كومه كارروائي كړې ۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو ٬ او آئي سي او د بشري حقونو اړوندو تنظيمونو په شمول له نړيوالې ورورولۍ څخه دا غوښتنه كوي چې هغوي د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو په ضد د بشري حقونو سنګينو او منظمو خلاف ورزيو ذمه وار هند وګرځوي او د مسلمانانو د نسل كشۍ مخنيوي له فوري ګامونه پورته كړي۔ وياند ووئېل د هند څخه دا طمعه لرلې شي چې هغه به د كركې خپرونكو دې تقريرونو او د اقليتونو او په خاص توګه د مسلمانانو او د هغوي د عبادت خانو په ضد د تشدد پېښو پلټنې او په سباؤن كښ د دې ډول پېښو مخنيوي له ګامونه پورته كړي۔ پاکستان په هند زور راوړے چې هغه د خپلو اقليتونو د مذهبي ځايونو او ژوند په شمول د هغوي تحفظ ٬ سلامتيا او خېبر ښېګړه باوري كړي۔

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں