اسلام آباد 16 (اے پي پي) لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ د پاكستان معاشي استحكام او پرمختګ لپاره د سعودي حكومت د پرله پسې ملاتړ مننه كولو سره ويلي چې خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل به خاص توګه د سعودي عربستان لخوا د غېر ملكي سرمايه كارۍ د تندولو بنياد كېږدي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه د جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ سره د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد احمد المالكي ملاقات كړې۔ د سعودي عرب سفير وزيراعظم ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او ده لپاره يۍ د خادم حرمین شریفین ،ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان اور سعودی اولس لخوا نيكې هيلې او مباركي وړاندې كړه لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل چې پاكستان او سعودي عرب خپلو كښې تاريخي اړيكې لري٬ده د پاكستان معاشي استحكام او پرمختګ لپاره په پرله پسې مرسته او ملاتړ كولو د سعودي حكومت مننه وكړه۔ده په سعودي عربستان كښې د كار كونكو پاكستانيانو ذكر كولو سره سعودي حكومت ته دوئي ته د هر ډول آسانيو وركولو خواست وكړو۔ وزيراعظم د سعودي مشرتابه وژن ستائېلو سره ووئيل سعودي عرب ټول عمري له پاكستان د باور وړ خپل همكار په توګه ګڼلې شي۔ وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې په دې وروستيو كښې جوړ كړې شوې خصوصي سرمايه كاري كونسل به د وړاندې پشان كار كوي٬ په دې لړ كښې ده د توان٬ انفراسټركچر٬آئي ټي او د افرادي قوت ممكنه څانګې رامخې ته كړې۔ سعودي سفير د دې خبرې پخلې وكړو چې سعودي عربستان او پاكستان يو بل سره د ورورولۍ په رشته تړلي دي چې خصوصيت يۍ دوه اړخيزه باور ٬ تفاهم او د شريكې ګټې په ټولو دوه اړخيزه او سيمه چارو كښې نزدې همكاري ده۔