اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د يونان خپل همڅنګ واسليس کاسکريليس سره د نهې په ورځ ټېلي فوني خبرې كړې دي۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزير د يونان خپل همڅنګ سره په يونان كښې د بېړۍ په المناك پېښه د خيالاتو څرګندونه كړې۔ دواړو خارجه وزيرانو په مصيبت كښې راګېر پاكستانيانو ته سهولت٬ د ترلاسه شوې مړو شناخت او د دوي وطن ته رالېږلو لپاره په ګډه كار كولو ته سلا كړې ده