وزيراعظم محمد شهباز شريف د فرانس صدر ايمانوئل ميخواں سره ملاقات

image

پيرس 21 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د فرانس صدر ايمانويل ميخواں سره ملاقات كړې چې پكښې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه شريكې خوښې په چارو رابطه په ځاې ساتلو ت هسلا شوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې ملاقات د نوې نړيوال مالياتي لوظنامې په موضوع د مشرانو غونډې په موقع شوې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف د نوې نړيوال مالياتي لوظنامې مشرانو غونډې په رابللو صدر ايمانويل ميخواں ته د عقيدت پېرزويني وړاندې كړې۔ده د مشرانو په غونډه كښې په بلنه وركولو او تود هركلي كولو د فرانسيسي صدر مننه هم وكړه۔وزيراعظم د فرانس صدر سره په خبرو اترو كښې ووئيل چې تاسو د پرمختګ كونكو هېوادونو سره په مالياتي انصاف اډانه نظام پلو د مړاني ګام پورته كړې۔ده د فرانس صدر مننه كولو سره ووئيل چې پرمختګ كونكي هېوادونه د وسائلو نشتوالي٬قرض او سود ادائيګو بوجھ او منجمد پرمختګ مسئلو سره مخ دي۔وزيراعظم ووئيل چې د نوې مالياتي لوظ نامې له مخې د قرض په دلدل كښې ډوب شوې پرمختګ كونكې هېوادونو مرسته د وخت ضرورت دې دغسې چې د هغه ځاې خلكو ته رېليف ترلاسه شي٬د موسمياتي بدلونونو تباه شوي اثرات وړاندې څخه د مسئلو ښكار پرمختګ كونكي هېوادونه نورو ستونزو سره كړي دي٬په مهمه مسئله نړيوال اتفاق رائے پېدا كولو لپاره تاسو مهمې هڅې كړي۔صدر ايمانويل ميخواں مشرانو په غونډه كښې په ګډون كولو د وزيراعظم محمد شهباز شريف مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں