پيرس 22 جون (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د سېلاب ځپليو بحالي او د هغوي بيا بحالول زمونږ وړومبې ترجيح ده٬كوپ 27 كښې د لاس اينډ ډيميج فنډ پرمختګ كونكو هېوادونو مالياتي مرستې لپاره وكارولې شي٬موسمياتي انصاف سره پرمختګ كونكو هېوادونو سره د نړيوال مالياتي وسائل په تقسيم كښې هم د منصفانې رويې ته اړټيا ده۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس سره ملاقات كړې۔دواړو مشرانو ملاقات د نوې نړيوال مالياتي لوظ نامې په اړه د مشرانو د غونډې په موقع شوې۔وزيراعظم د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل تود هركلے وكړو او د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د وزيراعظم په ځوابي خېرسګالۍ جوش جذبو سره هركلے وكړو۔په ملاقات كښې د خبرو اترو په مهال وزيراعظم ووئيل چې تاسو د پاكستان محسن ګڼو٬د سېلاب په موقع ستاسو مرسته هېرولې نه شو۔د موسمياتي بدلونونو څخه په پاكستان كښې شوې تباهي تاسو په خپلو سترګو ليدلې۔وزيراعظم د سېلاب ځپليو بحالۍ اقداماتو په اړه سېكرټري جنرل خبر كړو۔وزيراعظم ووئيل چې د سېلاب ځپليو بحالي او د هغوي بيا آبادكاري زمونږ وړومبې ترجيح ده او وي به۔ده ووئيل چې د موسمياتي بدلونونو څخه په پرمختګ كونكو هېوادونو معاشي فشار لا زيات شوې٬پرمختګ كونكو هېوادونو كښې شرح نمو زياتولو او مالياتي توازن په ځاې ساتلو كښې نوې مسئلې رامخې ته شوي۔ده ووئيل كوپ 27 كښې د لاس اينډ ډيميج فنډ پرمختګ كونكو هېوادونو مالياتي مرستې لپاره وكارولې شي٬نوې مالياتي لوظ نامې لپاره پيرس كښې د مشرانو كنفرنس په يو ښه او سمه لار روان شوې۔ده ووئيل چې د موسمياتي انصاف سره پرمختګ كونكو هېوادونو سره د نړيوال مالياتي وسائلو تقسيم كښې هم د منصفانه رويې ضرورت د۔سېكرټري جنرل د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د وزيراعظم او د هغه د حكومت جذبې وستائېلې