اسلام آباد 22 اګست(اے پی پی)د نېشنل ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي وياند وئېلي دي چې په بټګرام كښې د يو كېبل شلېدو له امله چيئر لفټ نزدې د 900 فټه په بلندۍ ګېر شوې۔ په چيئرلفټ كښې د 6 ماشومانو په شمول 8 كسان ناست دي۔ په چيئرلفټ كښې د ګېر شويو كسانو رېسكيو كولو لپاره د پاك پوځ چورلكه روانه كړې شوې۔ وياند ووئيل چې د صوبائي ډيزاسټر منېجمنټ اتهارټي او پاك پوځ د مرستې نه پس د پاك پوځ چورلكه رېسكيو عمليات لپاره روانه كړې شوې ده۔