اسلام آباد۔6نومبر(اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق وئيلي دي چې په ننۍ ورځ د كنټرول لائن دواړو اړخونو ته ا په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي د جموں شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي٬ مسلمانان د جموں د اجتماعي نسل كشۍ او په دوئي د روان ظلم او زياتي سخته غندنه كوي۔ د جموں شهيدانو ورځې په موقعه خپل پېغام كښې چوهدري انوار الحق ووئيل په جموں كښې ستمبر څخه تر 6 نومبر 1947 نزدې دوه نيم لكه مسلمانان ووژلې شول ٬ 25 زره څخه زياتې مېرمنې وتښتولې شوې او د لكھونو په شمېر كشميري وګړو د پاكستان په لوري هجرت وكړو۔ د مسلمانانو دا قتل عام د يوې بشپړه منصوبې لاندې وكړې شو۔ ده ووئيل د مسلمانانو په قتل عام كښې پټياله فورسز ٬ آر اېس اېس او نوروې انتها خوښې ډلې ككړې وې٬ د مسملانانو اكثريت په اقليت كښې د بدلولو هڅه وكړې شوه۔ ده ووئيل په آزاد او مقبوضه جموں وكشمير او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي د جموں شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره سره د جموں د مسلمانانو د اجتماعي نسل كشۍ او په دوئي د روان ظلم او زياتي سخته غندنه كوي۔ ده ووئيل په جموں كښې ستمبر څخه تر 6 نومبر 1947 نزدې دوه نيم لكه مسلمانان ووژلې شول ٬ 25 زره څخه زياتې مېرمنې وتښتولې شوې او د لكھونو په شمېر كشميري وګړو د پاكستان په لوري هجرت وكړو۔