اسلام آباد۔13نومبر (اے پی پی) د غېر ملكي تاركين وطن خپلو هېوادونو ته ستنول دې د قانون له مخې په عزت سره باوري كړې شي٬ څوك چې قانون ماتوي د هغوي په ضد بايد كارروائي وكړې شي ٬ څوك چې قانوني دستاوېزات لري هغه دې تنګ نه كړې شي۔ د ګل په ورځ د سېنېت په غونډه كښې سېنېټر سردار محمد شفیق ترین، سېنېټر طاهر بزنجو او سېنېټر حاجی هدایت اللہ د افغان كډوالو بېرته تللو سره په اړوند تحريك بحث كښې برخه اخستلو سره سېنېټر شفیق ترین ووئيل افغان كډوالو ته بېرته ستنېدو له ډېر كم وخت وركړے شوے دے بېرته تللو سره به دوي ډېرو ستونزو سره مخ شي۔ دوئي ووئيل په بلوچستان كښې د معدنيات او كركيلې په څانګو كښې هم دا افغان كډوال كار كوي ٬ ددوئي بېرته تللو سره به كاروباري هلې ځې اغېزمنې شي۔ ډاكټر شهزاد وسيم ووئيل پاكستان او افغانستان يو بل سره پخوانۍ اړيكې لري ٬ د دواړو داخلي چارې يو بل اغېزمن كوي ٬ پاكستان دا مهال امنيتي چېلنجونو سره مخ دې ٬ كه په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو ستنولو پرېكړه شوې ده نو دا كومه غلطه خبره نه ده٬ په ګرده نړۍ كښې داسې كېږي٬ مونږ له به افغان وروڼو سره د خېر سګالۍ جذبه زياتول وي او د حكومت د دې پرېكړې په روانه پروپېګنډا به مسترد كول وي۔ سېنېټر عبدالغفور حیدری ووئيل د تاركين وطن حوالې سره دې قانوني تقاضې ترسره كړی شي او د سياسي ګوندونو آل پارټیز كنفرنس دې راوبللې شي۔ په تحريك سېنېټر عابدہ محمد عظیم، سېنېټر دلاور خان، سېنېټر مولانا فیض محمد، سېنېټر ډاكټر همایوں مهمند، سېنېټر عمر فاروق او سېنېټر کامران مرتضیٰ هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔