د قومي اسمبلۍ غونډه د كورم نيمګړتيا له امله شېبه ګھړۍ له وځنډولې شوه

image

اسلام آباد۔ 28 اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ غونډه د كورم نيمګړې كېدو له امله شېبه ګھړۍ له وځنډولې شوه۔ د شورؤ په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې سيد نويد قمر د اعتراض په نكته ووئيل چې د ايوان كارروائي بايد لا پياوړې كړې شي۔ اپوزيشن په دې لړ كښې سپيكر ته د خط ليكلو پرېكړه كړې ده۔ سپیکر اسد قیصر نوید قمر ته ووئيل چې هغه دې ايوان كښې په وړاندېزونو بحث وكړي۔ ولې سيد نويد قمر ووئيل مونږ به خط ليكو دغسې چې د ټولو خبرو يوه مسوده موجود وي۔ د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان ووئيل د سيد نويد قمر وړاندېز غوره دے۔ هاؤس دې د اولسي اندېښنې د چارو جاج واخي۔ حکومت د ایوان كارروائي په پياوړې ډول چلولو له چمتو دے۔ په دې مهال د مخالفې ډلې غړو له ايوان واك اؤټ وكړو۔ د پیپلز ګوند شګفته جماني كورم په ګوته كړو۔ سپيكر د كورم په نيمګړتيا غونډه شېبه ګھړۍ له وځنډوله۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں