مسلمانانو له به په اتفاق د توهین آمیز خاکو د جسارت مخ نيوي كول وي، ډاکټر نور الحق قادری

image

اسلام آباد 02 نومبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقی وزیر ډاکټر نور الحق قادری وئيلي دي بايد د ټولې نړۍ مسلمانان په اتفاق د فرانس حکومت او صدر د اړخه د توهین آمیز خاکو د جسارت په زړه پورې ځواب وركړے، د اظهار د آزادۍ ځينې حدونه هم وي، اتحاد بین المسلمین او بین المذاهب همغږي د وخت تقاضا ده۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ په نېشنل پرېس كلب كښې د جامع مسجد د پرانستې دستورې په مهال خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير جومات جوړولو لپاره د آباد فاٶنډېشن او د نېشنل پرېس كلب د منتظېمينو ستائنه وكړه. وفاقي وزير ووئيل جومات په اسلامي ټولنه كښې مهم كردار لري، په تېر وخت كښې به په جوماتونو كښې د سائنسي علومو تعليم وركړے كېدو او د جوماتونو نه به د فلاحي چارو پېغامونه وركولے شول خو په اوسني وخت كښې مونږ جوماتونه د بېلا بېلو فرقو ذريعه جوړ كړي. ده ووئيل زمونږ په هېواد كښې د مسلكونو او مذهبونو ترمېنځه همغږۍ ته د پام كولو ضرورت دے. د مسلمانانو ترمېنځه فرقه بندۍ مونږ برباد كړي يو. كه چرته مونږ د دې اختلافاتو نه ووتلو نو د نړۍ يو طاقت هم مونږ نه شي ختمولے. ده ووئيل هندوانو، سكهانو او عيسايانو سره زمونږ د انسانيت رشته ده. ده ووئيل د سعودي كومې مېرمنې چې دې جومات له مرسته كرې مونږ ئې مننه كوو

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں