د سپكاوي خاكو خپرېدو سره د اسلامي نړۍ جذباتو ته زيان رسېدلے۔ د ډاكټر قبله اياز ټي وي پروګرام كښې خبرې

image

اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پی پی) د اسلامي نظرياتي كونسل چيِئرمېن ډاكټر قبله اياز وئيلي دي چې د سپكاوي خاكو په خپرېدو د اسلامي نړۍ جذباتو ته زيان رسېدلې دې۔ وزیراعظم عمران خان د اسلامي نړۍ ټولو هېوادونو مشرانو ته ددې خاكو په اړه خطونه استولي دي۔ زمونږ خواهش دے چې په دې مهمه مسئله اجتماعي غبرګون رامخے ته شي۔ د جمعې په ورځ د پي ټي وي پروګرام كښې خپلو خبرو كښې هغه ووئيل چې كله د مسلمانانو جذبات مجروح كړې شي نو د جلسو جلوسونو رامخې ته كېدل فطري خبره ده۔ هغه ووئيل د رائې څرګندونې آزادۍ په نامه د مقدس شخصياتو سپكاوې سم نه دے۔ په دې نړۍ كښی د اربونو په شمېر مسلمانانو جذبات مجروح شوي دي۔

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں