پاكستان د افغانستان د سولې عمل پشمول منطقه كښې امن لپاره په اخلاص د سولې هڅې كوي. خارجه وزير

image

اسلام آباد 02 نومبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي پاكستان د افغانستان سولې عمل پشمول منطقه كښې امن لپاره په اخلاص د سولې هڅې كوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د فنډ لېنډ خارجه وزير پيكار هاٶسټو سره د ټيليفونې رابطې په مهال وكړې. د ټيليفوني خبرو په مهال د افغانستان د سولې عمول پشمول په منطقه كښې د امن او امان په وضعه تفصيلي خبرې وشوې. خارجه وزير ووئيل پاكستان د افغانستان د سولې عمل پشمول په منطقه كښې امن لپاره په اخلاص د سولې هڅې كوي. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د وړومبنۍ ورځې نه وائي د افغان مسئلې يواځنے حل د افغانانو په مشرې كښې افغانانو ته د قبلولو وړ مذاكرات دي. شاه محمود قريشي ووئيل په دوحه كښې د افغانانو ترمېنځه خبرې اترې په افغانستان كښې امن لپاره خوشبينه پرمختګ دے. بايد افغان مشرتابه د دې موقعې څخه استفاده وكړي او دا خبرې منطقي انجام ته ورسوي. خارجه وزير د افغان مشرانو عبدالله عبدالله، ګلبدين حكمتيار او د افغانستان د اولسي جرګې لخوا د پاكستان د دورې او په دې كښې د شوو خبرو په اړه د فن لېنډ خارجه وزير خبر كړو. خارجه وزير د روانې مياشتې په پاې كښې په جنېوا كښې د فن لېنډ، ملګرو ملتونو او د افغانستان په شركت كېدونكے كنفرنس خوشبينه وګرځولو او دا ئې په افغانستان كښې پوخ امن او استحكام لپاره مهم وګرځولو. خارجه وزير د افغانستان په اړه په جنېوا كنفرنس كښې ګډون لپاره په بلنه د فن لېنډ د خارجه وزير مننه وكړه. شاه محمود قريشي هيله څرګنده كړه چې په دې كنفرنس كښې به د افغان كډوالو په عزت سره وطن ته د ستنولو په لائحه عمل هم بحث وكړے شي. دواړو خارجه وزيرانو د افغان سولې عمل پشمول په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د مشورې لړې په دوامداره ساتلو اتفاق وكړو.

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں