وزيراعظم عمران خان د امريكې نوي ټاكل شوي صدر جوبائيډن او نائب صدر كماله هيرس ته په ټاكنو كښې په كاميابې مباركي وركړه

image

اسلام آباد 08 نومبر (اے پی پی﴾ وزيراعظم عمران خان د امريكې نوي ټاكل شوي صدر جوبائيډن او نائب صدر كماله هيرس ته په ټاكنو كښې په كاميابې مباركي وركړې. د اتوار په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې زه نوي ټاكل شوي صدر سره په جمهوريت د نړيوالې غونډې كولو سره د كرپټ مشرانو لخوا د غلا شوي قومي دولت پټولو او د ټېكس د غلا د غېر قانوني پټنځايونو خاتمې لپاره ده سره كار كول غواړم. ده ووئيل چې مونږ به په افغانستان او منطقه كښې امن لپاره هم امريكې سره كار روان ساتو.

مضمون کا ماخذ : ریل رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں