لوك مېله كښې د خېبر پښتونخوا په پوېلېين كښې د مارګلې د غرونو يخنۍ او د رباب ټنګ خلق د كبابو په كړهي ورمات كړل

image

اسلام اباد 11 نومبر (اے پي پي ) اسلام آباد كښې د لوك ورثه تر سېوري لاندې كلنه قامي لوك مېله كښې په شپږمه ورځ هم د خلقو په ګڼ شمېر راتګ هغسې دوامدار دے٬ د هېواد د هرې سيمې د كلتور په زړه پورې نندارې له د اسلام اباد ځائي وګړو بشمول خلق د لرې لرې نه مېله كښې ګدون لپاره راروان دي٬ د اسلام اباد په زړه پورې فضاﺀ كښې او د شكر پړيا په زرخيزه سيمه كښې د څلورو واړو صوبو پشمول د ګلګت بلتستان او ازاد جمو و كشمير كلتوري پوېلين جوړ كړے شوي چې پكښې د هغه ځائ كلتور سره تعلق لرونكې څېزونه اېښودے شوي ٬ د موسېقۍ د الاتو سره اولسي ګداګانې او د لاس جوړ څېزونه د مېلې خاصيت او مناظر رامخې ته كوي۔ په خېبر پښوننخوا پوېلېن كښې د مارګلې د غرونو يخنۍ او د غږېدونكې رباب ټنګ راغلي خلق د چپلي كباب په كړهي ورمات كړي او دغلته زياته ګڼه ګوڼه تر نظره شوې ٬ په دې مېلې كښې كه يو خوا د پاكستان اولس خوښي لري نو بلخوا غېر ملكيان مېلمانه هم د مېلې او د پاكستان كلتور څخه خوند اغستو او علمې تندې ماتولو لپاره د چا نه ورستو نه دي پاتي۔ ياد دې وي دا لوك مېله هر كال منغقد كولې شي او تر 10 ورځو دوام لري

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں