د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د ديوالي په موقعه د ګرد هېواد هندو ورورولۍ ته د زړه نه مباركي

image

اسلام آباد۔14نومبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د ديوالي په موقعه د ګرد هېواد هندو ورورولۍ ته د زړه نه مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ خپل خصوصي پېغام كښې هغه ووئيل چې دا ننۍ ورځ نه يوازې زمونږ د هېواد هندو ورورولۍ له د خوشحالۍ ورځ ده بلكې مونږ ټولو له به د دې ورځ خوشځالۍ په ګډه لمانځلو او يو بل سره غوره ژوند كولو له د خپل عزم پخلې هم كول وي۔ هغه ووئيل د ګرد هېواد هندو ورورولۍ د پاكستان تعمير او پرمختګ كښې ترسره كړي خذمات د هېرولو نه دي۔ د خالي په ورځ د سېنېټ ميډيا آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې چيئرمېن محمد صادق سنجراني ووئيل چې مونږ د پاكستان او اولس او سېنېټ لخوا ګرد هېواد كښې ژوند كوؤنكې هندو ورورولۍ ته باور وركوؤ چې زمونږ خوشحالۍ او غم يو دے۔ پاكستان كښې ټولو مذهبونو او اقليتونو ته د آزادۍ ترلاسه كېدل نورو هېوادونو كښې ژوند كوؤونكو وګړو او حكومتونو لپاره د لارې مشال دے۔ مونږ د پاكستان او ګردې نړۍ هندوانو ته د دېوالي اختر د خوشحالۍ په موقعه د زړه د كومي نه مباركي وركوؤ۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں