ملتان۔15نومبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې هند پاكستان غېر مستحكم كول غواړي۔ مونږ له به د دښمن عزائم ناكامه كول وي۔ ملتان كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې هغه ووئيل د هندي اقداماتو له امله د منطقې امنه له مينځھ تلې شي۔ نړۍ بايد د هند د عزائمو نوټس واخلي۔ هغه ووئيل د هند سازشونه ناكامه كولو له به ټول اولس له يو موټي كېدل وي۔ هغه ووئيل هندوستان د پاكستان د صلاحيتونو نه ښه خبر دے۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان او هند دوه اتومي قوتونه دي۔ د هند د ګامونو د لاسه د منطقې امن په داؤ لګېدے شي۔ هغه ووئيل هند د ترهګرو تربيې لپاره كېمپ جوړ كړے دے۔ هند د سي پېك له مينځھ وړولو له سېل جوړ كړے دے۔ د سي پېك په ضد سېل ته د 80 اربه روپو فنډنګ شوے دے۔ هغه ووئيل هند ټارګټ كلنګ كړې او ګلګت بلتستان كښې ئې د ناامنۍ منصوبه بندي كړې۔ په دې اړه ټول ثبوتونه مو خپل اولس او نړۍ ته وړاندې كړې دي۔ د هند اقدامات د 4 نړيوالو كنونشنز خلاف ورزي ده۔ خارجه وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د پاكستان دريځ په ډاګه كړې دې۔ صدر مملكت هم د معاملې د جدي كېدو په اړه بيان وركړې۔ دا معامله د پاكستان د بقاﺀ او سوكالۍ مسئله ده۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل چې وزيراعظم ته افغان صدر د افغانستان دورې كولو بلنه وركړې ده۔ وزیراعظم به ډېر زر د افغانستان دوره وكړي خارجه وزير ووئيل مونږ د پي ډي اېم جلسو نه ويرېږو نه۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل چې د هند عزائمو نه اپوزيشن بايد خبر وي۔ جلسې ځنډول د اپوزيشن صوابديدي اختيار دے۔ د کورونا وائرس کېسونه يو وارې بيا زيات شوې دي۔ كورونا وائرس په تندۍ سره خپرېږي۔ هغه ووئيل اپوزيشن دې پرېكړه وكړي چې هغه څه غواړي۔ د پي ډي اېم مشرتابه تذبذب سره مخ ده۔ كله د اسټېبلشمنټ په ضد شي او كله د ادارو او كله اسټېبلشمنټ سره د آسانيو پېدا كولو هيله لري۔ هغه ووئيل په قومي ادارو بريدونه د پاكستان په ګټه نه دي۔ قومي ادارو نه هيله لرل د آئين په ضد دي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې د ګلګت بلتستان ووټر شعور لرونكے دے۔ په ګلګت بلتستان كښې سولييزه انتخابي كمپائن وشو۔ اپوزیشن په جي بي ټاكنو كښې د بريا دعوؤ سره سره د ټګۍ تور لګوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د سوئيلي پنجاب ایډیشنل چیف سېکرٹری سره ټول اختيارات موجود دي۔ هڅه ده چې د سوئيلي پنجاب سېكرېټرېټ زر تر كار پېل كړي۔ هغه ووئيل ګراني كمول د وزيراعظم عمران لومړۍ ترجيح ده