اے اېس آئي محمد بخش برېرو او د ده لور ته د اولس سلام۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز

image

اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز وئيلي دي چې اے اېس آئي برېرو او دده لور ته د اولس سلام دے۔ د خالي په ورځ خپل ټويت كښې هغه ووئيل چې بريرو هغه د وياړ وړ پلار دے كوم چې د خپل فرض په ترسره كولو كښې د خپلې لور قربانۍ نه هم سرغړونه ونكړه۔ هغه ووئيل ته د پوليس فورس شان يے۔ ستا دا عمل ټولنې له روښانه پېغام او د اميد څړيكه ده۔ وفاقی وزیر ووئيل ما كشمور كښې د زنا بالجبر ملزم نيولو له يو باهمته او مثالي ګام پورته كوونكي اے اېس آئي برېرو او د هغه لور سره خبره كړې ده او د دوئي ددې ګام مې ستائنه كړې ده۔ شبلي زياته كړه چې قام په دوئي وياړ لري او دې سره د پوليس وقار هم ښه شوے دے۔ هغه ووئيل ټول عېبونه لرې كولو سره راروانه اونۍ د زنا بالجبر په ضد سخت او مجموعي قانون راوړو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں