پاك چین اړيكې د سيمې معاشي او سماجي پرمختګ لپاره نوې دور ته داخل شوي، د سېنېټ چیئرمېن

image

اسلام آباد 16نومبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی وئيلي دي د پاکستان او چین ترمينځه پخوانۍ اړيكې د سيمې معاشي او سماجي پرمختګ لپاره يو نوې دور ته داخل شوي، پاکستان چین سره په خپلو اړيكو وياړ لري، د پارلمانی پلاويو تګ راتګ سره به شريكې اړيكې لا قوي شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چین سفیر نونګ رونګ سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د ګل په ورځ ملاقات كولو۔ ملاقات كښې د سېنېټ چیئرمېن پاکستان كښې نوي د چین سفیر لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل پاکستان او چین پخوانۍ اړيكې د سيمې معاشي او سماجی پرمختګ لپاره يو نوې دور ته داخل شوي۔پاکستان چین سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او په دې ياړ لري۔ ده ووئيل د پارلماني پلاويو تګ راتګ سره به دا اړيكې لا قوي شي۔پارلمانی سفارتکاري د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه ادارہ جاتی معاونت لا مستحکمولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع د چین سفیر نونګ رونګ د سېنېټ چیئرمېن نقطه نظر ستائلو سره ووئيل پاکستان چین لپاره مهم هېواد دے۔ دواړه هېوادونه د پرمختګ او سوكالۍ شريك وژن لري

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین
متعلقہ مضامین
مزید خبریں