فېصل آباد 18 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ايکسپورټرز، ټيکسټائل مېنو فېکچررز او د بزنس کميونټۍ مشرانو ليدلي۔ د ملاقات په مهال په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د ملاقات په مهال صنعتي او كاروباري ورورولۍ نمائندګانو ووئيل د حکومتي اقداماتو په سبب وېليو ايډډ ايکسپورټ په زياتېدو دې او د توان پېكېج ٬ په وخت ريفنډز او د نورو سهولتونو په سبب برآمد کوٶنكي او كاروباري ورورولۍ زياتره مسئلې حل شوې دي۔ برآمد كوٶنكو وزيراعظم ته ووئيل د کرونا وائرس وباء په مهال هم د حكومت د كوټلې اقداماتو په سبب نه يوازې خلقو ته د روزګار تحفظ ترلاسه شوې بلكې د دې اقداماتو په سبب د روزګار موندې موقعې هم پېدا شوې دي۔ دوي د حكومتي اقداماتو ستائنه كولو سره باور وركړو چې برامدات به د 13ارب ډالرو څخه راتلونكي كال تر 21 اربه ډالرو رسولې شي۔ دوي برآمداتو او د كاروبار بهترۍ لپاره بېلا بېل تجويزونه هم وړاندې كړل ۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور، وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار، د صعنت صوبائي وزير مياں اسلم اقبال، د پاکستان ټيکسټائل ايکسپورټرز اېسوسي اېشن چيئرمېن محمد احمد، د پاکستان هوزري مېنو فيکچررز اېسوسي ايشن قائد خواجه امجد، د صداقت لميټډ سي اي او خرم مختار، ډائريکټر شعېب مختار، د ستارہ انرجي سي اي او مياں جاوېد اقبال، مياں محمد لطيف،د فېصل آباد چېمبر آف کامرس اينډ انډسټري صدر انجينئر حافظ احتشام جاوېد، سينئر نائب صدر چوهدري طلعت محمود، نائب صدر ايوب اسلم منج، د چيمبر آف کامرس پخواني صدر رانا محمد سکندر اعظم، ايف سي سي آئي پخوانې صدر شبير چاوله،قېصر شمس ګچھا او نور اېکسپورټرز او صنعتکار هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال ايکسپورټرز، ټيکسټائل مينو فيکچررز او بزنس کمېونټي مشرانو وزيراعظم سره د سيالکوټ طرز د نوې انټرنېشنل اېئر پورټ جوړولو، د فېصل آباد انټرنېشنل هوائي مېدان اپ ګرېډ كولو، د الائيډ روغتون اپ ګرېډ كولو او جديد سهولتونه وركولو سره د نوي سوشل سکيورټي روغتون جوړولو پشمول نورې مطالبې هم وړاندې كړې د كومو چې وزيراعظم زر تر زره په بشپړولو كښې د مرستې باور وركړو۔ په دې موقع د صنعتونو په وركنګ كښې بهتري او پېداوار زياتولو پشمول صنعتونو ته د تعطل نه غېر برېښنا وركولو لپاره د ون ونډو اپرېشن په پېل كولو هم سلا وشوه۔(GUL/AMR/2119)