د وفاقي وزير اسد عمر او د سندھ ګورنر عمران اسماعيل خبريالانو سره خبرې

image

كراچې 21 نومبر (اے پي پي) وفاقي وزير اسد عمر او د سندھ ګورنر عمران اسماعيل وئيلي دي چې د ګرين لائن پروژه به د ستمبر كال 2021م څخه وړاندې ترسره كړې شي، وزيراعظم عمران خان به د كراچې د پروژو جاج اخلي، د كراچې اولس سره چې كوم لوظونه شوي دي، هغه به په وخت پوره كولې شي. دوي دا خبرې په كراچې كښې په شريكه د دوه پروژو د پرانستې او د بنياد كېښودو په مهال خبريالانو سره په خپلو خبرو كښې وكړې. دوي ووئيل چې د ګرين لائن پروژه به د ستمبر كال 2021م څخه وړاندې ترسره كړې شي، وزيراعظم عمران خان به د كراچې د پروژو جاج اخلي او د دې نه پس به د كراچې اولس او مېډيا خبرولې شي. دوي ووئيل چې د جزيرو په اړه چې د سندھ حكومت كوم هم اعتراضات وي ، په ګډه به حل كولې شي. دوي ووئيل چې د كراچې اولس سره چې كوم لوظونه شوي دي، هغه به په وخت پوره كولې شي.

مضمون کا ماخذ : bolão lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں