اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) د وزيراعظم په هدايت د حلقې په كچه د اولس د ستونزو حل كولو په تناظر كښې د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار په سيالكوټ كښې هره اونۍ د پبلك ټائم خاص كولو اعلان كړے. د اتوار په ورځ جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي چې په سيالكوټ كښې هره اونۍ د پبلك ټائم خاص كولو پرېكړه شوې، دا پرېكړه نېغ په نېغه د اولس ستونزې اورېدو او دا ستونزو په سمدستي توګه حل كولو لپاره شوې. ده ووئيل چې د پرېكړې له مخې د خالي په ورځ به سهار د يوولس بجو نه تر غرمه يوه بجه د اولس ستونزې اورېدلې شي او د 22 محكمو چارواكي به اولس ته د شكايت نېغ په نېغه موقع وركوي.