مصر او پاكستان د محبت او احترام په بنياد اړيكې لري. حافظ طاهر محمود اشرفي

image

اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او مېنځني خیيځ خاص استازي او د پاكستان علما كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې مصر او پاكستان د محبت او احترام په بنياد اړيكې لري، د شېخ الازهر لخوا په فرانس كښې د رسول اكرم ﴿ص﴾ د سپكاوي خاكو په ضد نړيوال عدالت ته د مراجعې د پرېكړو بشپړ ملاتړ كوو، د شېخ الازهر په خدمت كښې د وزيراعظم عمران خان پېغام دے چې پاكستان هر ډول ممكنه كچه مرستې لپاره حاضر دے. ده دا خبرې د مصر سفير طارق دحروج سره د ملاقات كولو نه پس په خپل يو بيان كښې وكړې. حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل چې د جامعه الازهر او د پاكستان د مدرسو او پوهنتونونو ترمېنځه به مرسته قوي كولې شي. ده ووئيل چې د كشمير په صورتحال د او آئي سي قرارداد د پاكستان د دريځ تائيد دے. حافظ طاهر محمود اشرفي ووئيل چې پاكستان په اسلامي نړۍ كښې ځانګړے مقام لري. ده ووئيل چې پاكستان د اسلامي امت وحدت او اتحاد لپاره تل هڅې كړې دي. پاكستان د انتهاخوښې او ترهګرې خاتمې لپاره مهم كردار ترسره كوي.

مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste
متعلقہ مضامین
مزید خبریں