پېښور 06 دسمبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري وئيلي دي چې په تندې سره د كورونا خپرېدو په مهال پي ډي اېم په غونډ ضد كولو سره د قوم ژوند سره لوبې كوي، آيا قوم ته معلومه نه ده چې د سخت لاك ډاٶن غوښتنه د اپوزيشن وه كوم چې اوس په خپله تر پښو لاندې كوي. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پېښور كښې د براك كېب سروس كمپنې د پرانستې په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې. په دې موقع د قومي اسمبلۍ اقليتي غړے جمشېد تهامس هم موجود و. وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري ووئيل چې د اپوزيشن ګوندونه او د دوي مشرانو مونږ لپاره ډېر احترام وړ دي خو اوسنې پي ډي اېم چې كوم سياست كوي او كوم احتجاج كوي، د دې رخ د تعمير په ځائ تخريب دے كوم چې په هېڅ ډول د هېواد او قوم په ګټه نه دے. ده ووئيل چې په دې حالاتو كښې هېواد منفي سياست نه شي زغملې.