اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د اسټريا پايه تخت ويانا كښې د ترهګرۍ بريد غندنه كړې۔ د نهې په ورځ د غندنې خپل بيان كښې خارجه وزير ووئيل په ويانا كښې د ترهګري او د بې ګناه كسانو د وژنې اطلاحات د افسوس وړ دي٬ د ترهګرۍ په پېښه كښې په شوي ځاني زيان غمژن يو۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه كوي۔ په دې موقع خارجه وزير د پاكستان قيادت لخوا د اسټريا حكومت او اولس سره د يوالي څرګندونه وكړه۔