اسلام آباد 06 نومبر (اے پی پی) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې پاکستان به د كشميريانو د جائز خپلواكۍ حق ته ترلاسه كولو د دوي ملاتړ دوامدار سات٬ نړيواله ورورولي دي په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د سنګين خلاف ورزو نوټس واخلي ۔ د جمعې په ورځ د جمو قتل عام ورځ (6 نومبر 2020) په موقع خپل يو پېغام كښې خارجه وزير ووئيل د نومبر شپږمه نيټه د جمو و كشمير په تاريخ كښې توره ورځ ده٬ په دې ورځ د راشټريه سوېم سېوك سنګھ (آر اېس اېس) پلوي ډوګره پوځ او هندي قابض ځواكونو د جنګ عظيم نه پس وړومبې لويه نسل كشي كښې د دې منطقې مسلم آبادي په اقليت كښې د بدلولو په غرض په منظم ډول 237،000 نه زياته مسلمانان شهيدان كړي او د اګست 5مه نيټه كال 2019 هم د هند د غېر قانوني او يو اړخيزه اقدام هم د مقبوضه جمو و كشمير د قتل عام د افسوس وړ تسلسل دې، ځكه چې د دې مقصد هم د مقبوضه جمو و كشمير اكثريت په اقليت كښې بدلول دي كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د څلورم جنيوا كنونشن خلاف ورزي ده ۔ خارجه وزیر ووئيل د تېرو اووه لسيزو په مهال هندي قابض ځواكونو د بربريت او ظلم ټول چالونه ازمائيلي او د كشميريانو ټول حقونه ئې د پښو لاندې كړي٬ نن مقبوضه کشمیر د نړۍ د ټولو نه لوي انساني بحران سره مخ دې٬ خو تاريخ د دې حقيقت ګواه دې چې د هند د پرله پسې ظلمونو باوجود د كشمريانو عزائم په ماتولو كښې پاتې راغلې دې د دې برعكس د دوي غېر متزلزل عزم لا قوي شوې ۔ خارجه وزیر ووئيل په دې ورځ كله چې مونږ په جمو كښې د نسل كشۍ د لارې كشميري شهيدان يادٶ مونږ نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوٶ چې ھغوي دې دې بربريت د كركې وړ ظلمونو لاره ونيسي ۔ ده ووئيل پاکستان به تر ھغې د كشميريانو ملاتړ دوامدار ساتي تر څٶ چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې دوي ته د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه نشي