وزيراعظم عمران خان په مثبت سوچ راغلے٬ د هرې طبقې ترمېنځه فرق ختمولو سره ئې د جمهوري او فلاحي پاكستان بنياد اېښودے۔ قاسم سوري

image

اسلام آباد 10 دسمبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي وزيراعظم عمران خان په مثبت سوچ راغلے٬ په نوي پاكستان كښې د شته مند او غريب٬ د رنګ او نسل او د هرې طبقې ترمېنځه فرق ختمولو سره ئې د جمهوري او فلاحي پاكستان بنياد اېښودے ‘نړيوالې ورورولۍ له به په بې ګناه كشميريانو د ظلم او بربريت دوه مخيز معيار ختمول وي٬ د هند دننه چې مسلمانانو او اقليتونو سره كوم سلوك كېږي د ھغې د بشري حقونو علمبردار بايد نوټس واخلي۔ ده دا خبرې ده سسټين ايبل سوشل ډويلپمنټ (اېس اېس ډي او)٬ بشري حقونو لپاره پارليمنټرين کمېشن٬ د كوټلې پرمختګ اهدافو لپاره د پارليمنټري ټاسك فورس (اېس ډي جيز) او د انټرنېشنل پارليمنټري کانګرېس په اشتراك سره د بشري حقونو نړيوالې ورځ په مناسبت سره راجوړ كړي٬ “پارلمان٬ د قانون حكمراني او د بشري حقونو په عنوان قامي سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړې۔ده ووئېل پارلماني غړي دې د غلامانه قوانين خاتمې سره موثره قانون سازۍ او د قانون سرلوړۍ لپاره جنګ وكړي ۔ ده ووئيل نړۍ ته دا وئيل غواړو چې يوازې د اظهار د آزادۍ سره بشري حقونه نه ترسره كېږي دې لپاره به عملي اقدامات كول وي۔ سېمينار ته شهريار آفريدي‘ د اېس اېس ډي او چيف اېګزېكټٶ افسر سيد کوثر عباس‘ سنيټر بيرسټر سېف علي٬ د پارليمنټرين کميشن فار هيومين رائټس چيئرمېن چوهدري شفيق٬ پارلماني غړو٬ غېر ملكي سفيرانو‘ د اسلام آباد ائي جي عامر ذوالفقار او نورو هم وېنا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : امکان ہے کہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں