د پي ډي اېم ټولې جلسې اولس مسترد كړې دي۔ كامران بنګش

image

پېښور ۔13دسمبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا حكومت وياند كامران بنګش وئيلي دي چې پاكستان ډېموكرېټك موومنټ (پي ډي اېم) وروستۍ سلګۍ وهي۔ د مریم نواز د وياند محمد زبېر يو اړخ ته كېدل او د بلاول د وياند مصطفی نواز استعفی معنی لري۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې وكړه۔ كامران بنګش ووئيل چې د كرائې وياند په دې خبره پوهه شول چې د دروغو پښې نه وي۔ د پي ډي اېم وياند به آخر تر كوم وخت د عوام دشمنې بيانيې ملاتړ كوي۔ هغه ووئيل د پي ډي اېم لاهور جلسه هسې خالي خائې ډكول دي۔ هغه زياته كړه چې اولس د پي ډي اېم ټولې جلسې مسترد كړې دي

مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں