پاكستان د “یورپی یونین ډس انفولېب“ لخوا د پاكستان په ضد د هندي پروپېګنډې او په جعلي آپرېشن د اډانه رپور ذمه وارۍ نه انكار له د هندي خارجه وزارت هڅې مسترد كړې۔

image

اسلام آباد۔12 دسمبر(اے پی پی) پاكستان د “یورپی یونین ډس انفولېب“ لخوا د پاكستان په ضد د هندي پروپېګنډې او په جعلي آپرېشن د اډانه رپور ذمه وارۍ نه انكار له د هندي خارجه وزارت هڅې مسترد كولو سره وئيلي دي د رپورټ په اړه د هندي خارجه وزارت دعوی هېڅ حېثيت نه لري۔ هيومن رائټس دې د معاملې نوټس واخلي او اروپائي ائتلاف دې هم د پاكستان مخالف مهم په ضد كارروائي وكړي۔ د سوېئټزرلېنډ ،بیلجئیم اېن جی اوز د سپېځلتيا او مالي مرستې بايد تحقيقات وكړې شي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د ’ډس انفو لېب‘ رپورټ له مخې د كال 2005 نه د پاكستان خلاف د جعلي خبرونو د لارې پروپېګنډه روانه ده۔ رپورټ كښې د 550 جعلی وېب سائټس، 10این جی اوز او 116هېوادونو كښې د 750جعلی میډیا نېټ وركس حوالې وركړې شوې دي۔ رپورټ ثابت كړے چې هند ذمه وار هېواد دے او نه جمهوري۔ وياند ووئيل هند پاكستان كښې ترهګرۍ كښې ككړ دے او ډس انفو لېب رپورټ د پاكستان دريځ سم ثابت كړے دے۔ پاكستان وړاندې هم د هند په ضد د نه رد كېدو وړ ثبوتونه وړاندې كړې دي او د هندي رياستي ترهګرۍ په ثبوتونو اډانه ډوزیئر ئې وركړې دې۔ رپورټ ثابت كړې ده چې د هند د درغو كوم هم مقدار مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا روان ظلم او زياتي نه د نړۍ پام بلخوا كولو او نړيوالې ورورولۍ بې لارې كولو كښې كاميابېدې نه شي۔ پاكستان د هند د رياستي ترهګرۍ د مقابلې ٬ د هند غلطو بيانونو په ډاګه كولو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس ملاتړ كولو عزم لري

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں