د وزيراعظم عمران خان د لس بېلين ټري سونامي پروګرام له مخې به د پاکستان په ساحل به اوس يو ارب د مېنګروز بوټي نالولې شي۔ ملك امين اسلم

image
APP35-021220 ISLAMABAD: December 02 - Malik Amin Aslam, Advisor to PM on Climate Change addressing a press conference PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 18 دسمبر(اے پي پي) موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان د لس بېلين ټري سونامي پروګرام له مخې به د پاکستان په ساحل يو ارب د مېنګروز بوټي نالولې شي٬ په دې لړ كښې د جامع منصوبه بندۍ په تيارۍ كار پېل كړې شوے۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل يو ارب مېنګروز بوټي به د بلوچستان او سندھ په ساحلي سيمو كښې نالولې شي۔ ده ووئيل د نړيوال ماحولياتي تنظيم يو تازه تحقيق له مخې په تېرو 30 كالو كښې پاكستان كښې د مېنګروز په ځنګلات مشتمل زمكه د مختلف ماحول دوسته اقداماتو په سبب 300 چنده زياته شوې٬ هېواد كښې د دې ځنګلاتو زياتولو لپاره د نړيوال بېنك په مرسته اړوند وزارت د بلوکاربن ايکوسسټم استراتېژي جوړولو لپاره كار پېل كړے او د منصوبه سره به د مېنګروز ځنګلات زيات شي او د نړيوال حدت له امله جوړېدونكې زهرجن ګاز اخراج كښې به كمے راوستلے شي۔ ده ووئيل د مېنګروز ځنګلونه د سمندري طوفان مخ نيوي او د دې شدت كښې كمې راوستلو له به ګټور ثابت شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں