د تېرو 45 كلونو نه ستار غږوم ٬ د اروپاﺀ پشمول د نړۍ يو شمېر هېوادونه مې د رباب له امله كتلي

image

اسلا اباد ۔ 12 نومبر (اپي پي پي) د لوك ورثه اسلام اباد د سېوري لاندې په لوك مېله كښې لكه د هر كال د څلورو واړو صوبو پشمول د كلګت بلتستان او د ازاد جمو كشمير پوېلېين جوړ كړے شوي چې پكښې د ټول هېواد د كلتور په زړه پورې عكاسي كېږي ٬ په دې كلنه مېله كښې د خېبر پشتونخوا پوېلېن كښې د نورو دېرو څېزونو او هنرمندانو سره د ستار او رباب غږونكې زاړه او پاخه استاذان هم ګډون كښې وي ٬ اے پي پي سره پخپلو خبرو كښې د ستار نامتو استاذ زين الله جان عمر زئۍ د خپل فن او مېلې په حقله وائې ٬ زه زېن الله جان عمر زئۍ د چارسدې سره تعلق لرم او د تېرو 45 كلونو نه ستار غږوم ٬ ده ووئېل د تېرو 12 كالو نه د خېبر پشتونخوا كلچر محكمې او لوك ورثه په مرسته دلته خپل فن اولس ته وړاندې كوم ۔ده ووئېل د خپل فن په بنياد ما د اروپاﺀ پشمول د نړۍ يو شمېر هېوادونه ليدلي دي۔ ده ووئېل زه د خپل فن د لارې د پښتون كلتور ژوندي ساتلو هڅې كوم او هم په دغه سلسله كښې دلته د تېرو 12 كالو نه راځم۔ د كورونا وباﺀ صورتحال په اړه ده له حكومت څخه غوښتنه وكړه لكه د نورو څانګو د كورونا وباﺀ صورتحال له امله د كلتور او فن هنر مندان هم ځپلے شوي حكومت له پكار دي چې د هنرمندانو مرسته وكړي ۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں