لاھور۔19دسمبر(اے پی پی)د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي وئيلي دي چې د رېلوے به سياست سره هېڅ تعلق نه وي۔ زما تعلقات به رېلوے لپاره كارولې شي۔ په رېلوے كښې به سياست وي او نه بهرنۍ لاس وهنه ٬ مونږ له به دا محكمه د كمرشل انټرپرائز په ډول چلول وي۔ د رېلوے وے د عصري غوښتنو له مخې كول د وخت حاجت دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ رېلوے هېډكوارټرز لاهور كښې چارواكو ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل په محكمه كښې د مېنجمنټ ٬ آټو مشين او تكينك كمې دې۔هغه ووئيل د رېلوے كاركردګي او استعداد به زياتول وي۔ هغه ووئيل ما په كال 1974 كښې د رېلوے سفر كړے وو۔ دې نه وروسته مې تېره ورځ د مسافر سېلون په ځائې پارلر كار كښې اولس سره پېنډۍ نه تر لاهور سفر وكړو چرته چې بهترۍ ته اړتيا ده هغه مې نوټ كړې۔ هغه وئيل محكمه ګټوره جوړولو له به بهتري راوړؤ۔ دې نه وړاندې د رېلوے وفاقي وزير سوګند پورته كولو نه وروستو چې كله رېلوے هېډكوارټرز لاهور ته ورسېد نو ده ته ډي اېس لاهور عامر نثار ٬ سي اي او او د رېلوے عملې درون هركلے ووې۔