پاکستان او افغانستان په افغانستان كښې د ترهګرۍ د اوسنيو پېښو په تناظر كښې د استخباراتي معلوماتو شيئرنګ او نزدې مرستې زياتولو لپاره شريكې هلې ځلې ګړند كولو ته اتفاق وكړو

image

کابل 19 نومبر (اے پي پي) پاکستان او افغانستان په افغانستان كښې د ترهګرۍ د اوسنيو پېښو په تناظر كښې د استخباراتي معلوماتو شيئرنګ او نزدې مرستې زياتولو لپاره شريكې هلې ځلې ګړندۍ كولو لپاره اتفاق كړے۔ وزيراعظم عمران خان او د افغانستان جمهور ريئس اشرف غني د زيارت په ورځ كابل كښې په صدارتي محا ارګ كښې د ګډې خبرې كفنرنس ته خپله وېنا كښې افغانستان كښې امن او استحكام لپاره په سمدستي توګه د اقداماتو په لړ كښې د خپل عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم عمران خان څوك چې په وړومبي ځل د افغانستان په دوره كابل ته راغلے افغان صدر اشرف غني سره ملاقات كړے چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو ٬ په بېن الافغان امن عمل او په سيمه ايز اقتصادي پرمختګ د خيالاتو څرګندونه كړې۔ وزيراعظم عمران خان افغان حکومت ته د پاکستان لخوا په افغانستان كښې د تشدد خاتمې لپاره د مرستې او د جنګ بندۍ په اړه د خپل بشپړ ملاتړ باور وركړر۔ وزيراعظم ووئيل زه په دې پوهېدل غواړم چې پاکستان د افغانستان څنګه مرسته كولې شي۔ ده افغان صدر له باور وركړو چې مونږ به په تشدد كښې كمي لپاره بشپړه مرسته كوٶ۔ وزيراعظم په افغانستان كښې د تشدد په زياتو شوو پېښو د تشويش څرګندونه كولو سره شريكو خبرو اترو لپاره د دواړو حكومتونو په نمائندګانو د كمېټو جوړولو ملاتړ وكړو۔ وزيراعظم عمران خان د افغانستان دورې په بلنه وركولو د افغان صدر اشرف غني مننه وكړه او عزم ئې څرګند كړو چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا مستحكمېدو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاکستان او افغانستان ترمېنځه تاريخي روابط او د ورورولۍ اړيكې لري۔ ده د 60 او 70 لسيزې ذكر وكړو كله چې كابل او پېښور د دواړو هېوادونو د وګړو خوښ ځايونه وو۔ وزيراعظم عمران خان په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د افغانستان وګړي د تېرو څلورو لسيزو راهسې تشدد سره مخ دي۔ ده ووئيل پاكستان په دې صورتحال زياته اندېښنه لري چې زمونږ قبائيلي سيمې دې صورتحال سره ځپلې كېږي۔ ده ووئيل په دې مخصوص وخت كښې زما د دورې مقصد دا پېغام وركول دي چې پاكستان په افغانستان كښې امن غواړي۔ ده ووئيل د پاکستان افغانستان او ګرده منطقه كښې سوكالي باوري كولو لپاره امن او د روابطو وده بهترين ذريعه ده۔ ده ووئيل د دواړٶ هېوادونو د كمېټو او د انټيلي جنس ايجنسيو ترمېنځه نزدې مرستې څخه امن او استحكام لپاره كوټلې حل لټولو له مرسته تر لاسه كېدې شي۔ ده ووئيل پاکستان په بېن الافغان مذاکراتو كښې مهم كردار لوبولے٬ د قطر امن لوظنامې باوجود په تشدد كښې په اضافه وزيراعظم د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ به باور رامخې ته كولو لپاره د افغان حكومت هيلې تر سره كولو له مرسته كوٶ۔ د دې نه وړاندې افغان صدر اشرف غني د وزيراعظم عمران خان د دورې هركلي كولو سره د وزيراعظم دوره باور او مرستې زياتولو لپاره مهمه ګرځولې۔ ده ووئيل زمونږ شريك پام به د غربت خاتمې او خپل اولس اختيارمنده كولو پلو وي۔ اشرف غني ووئيل د پاکستان وزيراعظم د تشدد خاتمې له مرستې كولو لپاره د مهم پېغام سره پاكستان ته راغلے۔ ده ووئيل د شريكې مرستې فرېم ورك له مخې پوخ امن جامع جنګ بندۍ لپاره ضروري دے۔ ده ووئيل مونږ له په دې پوهېدل پكار دي چې تشدد نه بلكې سياسي خبرې د مسئلې حل دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمرا ن خان دورې سره نن د اعتماد بنياد اېښودے شوے او مونږ به پوخ امن لپاره سفر جاري ساتو۔ ده د وزيراعظم عمران خان په بلنه ډېر زر د پاكستان دورې كولو اعلان هم وكړو۔ افغان صدر ووئيل وزيراعظم عمرا ن خان سره په ملاقات كښې د دواړو اړخونو لخوا په دې خبره صلاح يوه شوې چې د حضرت محمدۖ ناموس د هر مسلمان د ايمان برخه ده او نړۍ له به د اظهار آزادۍ په نامه د منفي بيانونو څخه ډډه كول وي۔(GUL/ZIA/1901)

مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں